د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان نښتې پینځه پاکستاني پوځیان ژوبل کړي


نښته د جنوبي وزیرستان په مکین کې شوې.
نښته د جنوبي وزیرستان په مکین کې شوې.

د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځ د وسلوالو په برید کې پینځه سرتیري ژوبل شوي دي.

د ضلعې پولیس او استخباراتي ادارې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۱۹مه د مکین تحصیل په زیړ سر د وسلوالو سره په نښته کې هغه پوځیان زخمیان شول.

چارواکي وایي تر پېښې وروسته یې په سیمه کې د لټون عملیات پیل کړي دي خو لا یې څوک نیولي نه دي.

تحریک طالبان پاکستان مشال راډیو ته په استولي پیغام کې د برید ذمه واري منلې او ادعا یې کړې ده چې په هغه برید کې یې شپږ پوځیان وژلي دي.

تر دې وړاندې، د اګست پر ۱۴مه په بر جنوبي وزیرستان، لدا تحصیل کې د امنیتي سرتېرو پر ګاډي بمي چاودنه شوې وه چې پکې پینځه سرتېري ژوبل شوي ول.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG