د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام اباد کې جلسه پیل کړې ده


پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۱۸مه ماسپښین په اسلام اباد کې د سپریم کورټ مخې ته د جلسې اعلان کړی وو.
پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۱۸مه ماسپښین په اسلام اباد کې د سپریم کورټ مخې ته د جلسې اعلان کړی وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ د سپریم کورټ مخې ته له نه پرېښودل کېدو وروسته پر جي ټي سړک خپله احتجاجي جسله پیل کړې ده.

دا له هغه وروسته ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په زرګونه غړي او پلویان د خپل مشر منظور پښتین په مشرۍ کې له ترنول سیمې د قافلې په شکل کې د سپریم کورټ مخې ته روان شو خو پولیسو ورته لاره بنده کړې وه او دوی یې پرېنښودل چې مخته لاړ شي.

پولیسو د دوه رویه سړک هغه اړخ تړلی وو پر کوم چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د اسلام اباد پر لور روان وو. خو د هم دې سړک دویم اړه بیا د غورځنګ غړو بند کړ او هم هلته یې خپله جلسه پیل کړه.

د دې خبر تر خپرېدو په جلسه کې د ویناوو لړۍ روانه وه.

تر دې واندې د غورځنګ مشر منظور پښتین دعوه کړې وه چې پولیسو یې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې اسلام اباد ته د تلونکو کاروانونو مخه نیولې ده.

نوموړي د اګست پر ۱۸مه سهار وختي پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې پولیسو د غورځنګ غړي او پلویان په بېلابېلو لارو کې ایسار کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې "د تړل شویو سړکونو، خنډونو، د پولیسو تشدد او ګرفتاریو باجود د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي د اسلام اباد پر لور روان دي."

نوموړي لیکي چې د دوی په وړاندې خنډونه د پنجاب پرتله په خیبر پښتونخوا کې زیات دي.

د خیبر ضلعې پولیسو پر تخته بیګ چیک پوسټ نیولي د غورځنګ غړي‌ خوشي کړی او هغوی د خیبر درې لار خلاصه کړې او د اسلام اباد پر لور روان شوي دی.

دا له هغه وروسته ده چې پولیسو هغه قافله ایساره کړې وه چې په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې ته روانه وه. په دې چیک پوسټ د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمیر پلویان نیول شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د خیبر پولیسو د دې ګام په غبرګون کې د خیبر درې لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه او افغانستان ته مالونه وړونکي ګاډي ورسره ایسار شوي وو.

په بر جنوبي وزیرستان کې د غورځنګ یو مخکښ شیرزداه مسید مشال راډیو ته وویل چې د هنګو پولیسو د شوې سیمې له قافلې ۸۰ تنه نیول شوي دي.

بل پلو د غورځنګ مشران وايي چې په ډېره اسماعیل خان کې د ږوب له قافلې نهه تنه نیول شوي دي. بل پلو د ډېره اسماعیل پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د دې پخلی وکړ چې دوی د قانون له ۱۴۴مې دفعې د سړغړونې په تور کې ۲۲ تنه نیولي دي.

د غورځنګ غړي‌ وايي چې هم داسې په چارسده او سوات کې هم د دوی یو شمېر ملګري نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ د اګست پر ۱۸مه ماسپښین په اسلام اباد کې د سپریم کورټ مخې ته د جلسې اعلان کړی وو.

د خیبر پښتونخوا او پنجاب چارواکو لا د منظور پښتین د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د غونډې موخه د ناامنۍ پرضد احتجاج کول، د دوی پر وسایلو د "قبضې مخنیوي" لپاره غږ پورته کول او د پښتنو د حقونو غوښتل دي.

دوی وايي په دې جلسه کې به د خپلو نیول شویو ملګرو او لادرکه کسانو د خوشي کولو لپاره هم پر ریاست فشار اچوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا دا احتجاجي جلسه په داسې حال کې ده چېپه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د یاد غورځنګ ګڼ شمېر ملګري په دې وروستیو کې نیول شوي او بنديان دي.

خو د غورځنګ په خبره، د اسلام اباد انتظامیې د جلسې مخنیوي لپاره په هغه ښار کې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده عملي کړې ده چې ورسره سم، د پینځو یا زیاتو کسانو په یو ځای کې پر ورغونډېدو، مظاهرو او لاریونونو بندیز دی.

خو د اسلام اباد پولیسو ویاند تقي جواد بېګا د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې په لیکلي پیغام کې ویلي دي چې په هغه ښار کې ۱۴۴مه دفعه له پخوا راهیسې عملي ده او د غورځنګ له جلسې سره هېڅ تړاو نه لري.

نوموړی زیاتوي چې انتظاميې دا اقدام یوشمېر اوونۍ مخکې د امنیت وضعیت ته په کتو کړی دی.

XS
SM
MD
LG