د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي د قبایلي ضلعو د حالت په اړه ګڼګوندیزه غونډه کوي‌


د جماعت اسلامي ګوند د خیبر پښتونخوا صوبې مشر پروفیسر ابراهیم. (انځور: ارشیف)
د جماعت اسلامي ګوند د خیبر پښتونخوا صوبې مشر پروفیسر ابراهیم. (انځور: ارشیف)

جماعت اسلامي په قبایلو کې د ناامنۍ او د هغو ضلعو د مالي حقونو په اړه په پېښور کې د ګڼګوندیزې غونډې اعلان کړی دی.

د هغه ګوند د خیبر پښتونخوا صوبې مشر پروفیسر ابراهیم د اګست پر ۱۷مه په پېښور کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې د اګست ۲۹مې په ناسته کې د قبایلي سیمو پر طبیعي وسایلو د ځايي اوسېدونکو د حق په اړه هم بحث کوي.

جماعت اسلامي دا غونډه پر داسې مهال کوي چې په وروستیو میاشتو کې په یوشمېر قبایلي ضلعو کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

د پاکستان او خیبر پښتونخوا پخوانیو حکومتونو په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې د قبایلي ضلعو مالي او پر وسایلو د ځايي ولس حقونه قانوني دي او ورکولو ته یې ژمن دي.

له دې پرته د خیبر پښتونخوا پولیس او پوځ وايي چې په قبایلي ضلعو کې یې د وسلوالو ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی او حالات خرابېدو ته نه پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG