د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات کې د دېوال پرېوتو پېښه کې ۲ ماشومان وژل شوي دي


پولیس وايي، پېښه د اګست پر ۱۵مه ناوخته په سیدو شریف کې شوې ده.
پولیس وايي، پېښه د اګست پر ۱۵مه ناوخته په سیدو شریف کې شوې ده.

د سوات په سیدو شریف کې د سرکاري کارکوونکو د یوه استوګنځي دېوال پرېوتو په پېښه کې دوه ماشومان وژل شوي دي.

د سیدوشریف د پولیسو مشر عطا الله او د مرستندویه او ژغورنې چارو ادارې (۱۱۲۲) په جلا، جلا بیانونو کې ویلي دي چې د اګست پر ۱۵مه ناوخته په کالج کالونۍ کې سرکاري پارک ته نېږدې د یو پخواني کور دېوال پرېوت.

په بیانونو کې راغلي چې هغو ماشومانو له کور سره نېږدې لوبې کولې چې دېوال لاندې کړل. بیانونه زیاتوي چې د یو ماشوم عمر پینځه کاله او د بل اووه کاله وو.

د سیدو شریف اوسېدونکي او د بلدیاتي ادارې یو پخواني کونسلر عزیز الحق مشال راډیو ته وویل چې په بیا بیا یې ضلعي انتظامیې ته ویلي دي چې د سرکاري استوګنځایونو او د پارک دېوالونه خورا زاړه دي او هر وخت یې د پرېوتو امکان دی نو هغه دې ورغوي خو په وینا یې چې چارواکو غبرګون و نه ښود.

ضلعي انتظامیې لا د سیدو شریف د پېښې او هلته د استوګنځایونو حالت په اړه څه نه دي ویلي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG