د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران ۵ امریکایان له زندانه یو هوټل ته لېږدولي دي


رسنۍ وايي هغه امریکایان له اېوین زندانه خوشې شوي دي - پخوانی انځور.
رسنۍ وايي هغه امریکایان له اېوین زندانه خوشې شوي دي - پخوانی انځور.

په داسې حال کې چې واشنګټن او تهران د بندیانو د تبادلې په اړه موافقې ته رسېدلي، په ایران کې بند پینځه امریکایان د تهران له اېوین زندانه نامعلوم هوټل ته لېږدول شوي دي.

هغه کسان ایران له خپل مخالف حکومت سره د همکارۍ په تور بندي کړي ول.

دا په داسې حال کې ده چې د تهران او واشنګټن ترمینځ له یوشمېر میاشتو راهیسې د تړلو دروازو شا ته خبرې اترې روانې وې.

د ایران سرکاري رسنیو راپور ورکړی چې هغه کسان له امریکا سره د بندیانو د تبادلې د موافقې د یوې برخې په توګه سپارل شوي دي.

د ایران رسمي خبري اژانس اېرنا د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د "موافقې پر اساس، په امریکا کې پینځه ایراني بندیان او په ایران کې پینځه امریکايي بندیان تبادله کېږي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې د امریکايي وګړو سیامک نمازي، مراد طاهباز، عماد شرقي او دوو نورو، چې خپل نومونه څرګندول نه غواړي، خوشې کول تایید کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ویلي چې د تړون له مخې به ایران ته په امریکا کې موجود پیسو ته لاسرسی ورکړي او "څارنه" به یې کېږي چې ډاډ ترلاسه شي چې دا پیسې به د بشري اهدافو لپاره کارول کېږي.

کربي د امریکا د میډیا د هغه راپور تصدیق و نه کړ چې پکې ویل شوي ول چې په بانکي حساب کې شپږ اربه امریکايي ډالر پراته دي خو له سي اېن اېن سره په مرکه کې یې وویل چې دا د امریکايي مالیو یا ټیکس ورکوونکو پیسې نه دي.

هغه دا خبره هم رد کړه چې دا پیسې د زندانیانو د خوشې کولو په تاوان کې ورکړل شوي دي خو زیاته یې کړه چې له ایرانیانو سره د معاملې پرته د هغو امریکایانو هېواد ته د ستنېدو بله لاره نه وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن هم یو خبري غونډې ته ویلي چې له زندانونو د امریکایانو خوشې کول یو "مثبت ګام" دی او د داسې بهیر پیل دی چې هیله ده چې امریکا ته د هغوی د ستنېدو لامل شي.

بلېنکن خبریالانو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر ۱۰مه له هغو پینځو امریکایانو سره خبرې کړې وې او په ایران کې د نورو بندي امریکایانو په اړه هېڅ معلومات نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG