د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو سازمان: افغانستان کې پر ښځو او رسنيو محدودیتونه لا زیات شوي


په افغانستان کې ښځو د بنديزونو پرضد یوشمېر ځلې مظاهرې کړې دي. پخوانی انځور
په افغانستان کې ښځو د بنديزونو پرضد یوشمېر ځلې مظاهرې کړې دي. پخوانی انځور

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان (هیومن رایټس واچ) ويلي چې د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته طالبانو د ښځو او نجونو پر حقونو او رسنیو محدودیتونه لا زیات کړي دي.

هیومن رايټس واچ د اګست پر ۱۰مه پر خپله ووبپانه خپاره کړي بیان کې ويلي چې په تېرو دوو کلونو کې طالب چارواکو ښځو او نجونو ته د زده کړې، کار او د نورو حقونو له ورکولو څخه انکار کړی دی.

په بیان کې راغلي، طالبانو رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې هم پراخ بنديزونه لګولي دي.

سازمان وايي چې د افغانستان بشري ناورین د نړۍ له تر ټولو ناوړه او لویو ناورینونو څخه يو دی چې پکې له ۲۸ مېلیونو څخه زیات کسان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې د افغانستان څلور مېلیونه وګړي په "سخته خوارځواکۍ" اخته دي او په دې کې کې ۳.۲ مېليونه له پينځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د افغانستان چارو څېړونکې فرشته عباسي وايي، د هغه هېواد وګړي د طالبانو په واکمنۍ کې د "وېرې ژوند" کوي. هغې پر طالب مشرتابه غږ کړی چې باید له ناسمو تګلارو لاس واخلي او نړېوالې ټولنې ته هم په کار ده چې د اوسني کړکېچ احتساب وکړي.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو سازمان د تازه څرګندونو په اړه څه نه دې ويلي. خو تر دې مخکې يې چارواکو په وار وار ويلي ول چې د نجونو د زده کړه لپاره تګلاره جوړوي او ټینګار کوي چې د "شريعت په چوکاټ" کې د ښځو حقونه خوندي دي. طالبانو داراز ویلي دي چې له قانون سره سم رسنۍ د کار اجازه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG