د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر اوکرایني ښار روسي برید کې د وژل شویو شمېر ۹ ته رسېدلی دی


اوکرایني چارواکي وايي برید کې رهایشي ودانیو ته زیان رسېدلی دی - د اګست اتمې انځور.
اوکرایني چارواکي وايي برید کې رهایشي ودانیو ته زیان رسېدلی دی - د اګست اتمې انځور.

اوکراینی ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي، د هغه هېواد په ختیځ کې پر پوکروفسک ښار د روسیې د دوو توغندیو په برید کې د وژل شویو شمېر نهه ته رسېدلی او پکې ۸۲ تنه ژوبل دي.

هغه حمله د اګست پر اوومه شپې مهال شوې وه او زېلېنسکي د اګست پر اتمه پکې د وژل شویو او ژوبلو د شمېر زیاتوالي خبر ورکړ.

نوموړي په خپله ماښامنۍ ویډیويي وینا کې وویل چې له ژوبلو سره اړینې مرستې کوي.

ولسمشر زېلېنسکي په خپلو خبرو کې د بریدونو وخت ته هم پام واړاوه او و یې ویل چې د دویم توغندي برید هغه مهال شوی چې کله تر لومړۍ حملې وروسته د پېښې په ځای کې د ژغورنې عملیات روان ول.

سیمه ییزو چارواکو ویلي دي چې په برید کې رهایشي او انتظامي ودانۍ، یو هوټل (مېلمستون)، د خوړو پخلنځایونه او دوکانونه زیانمن شوي دي.

خو روسیې دعوه کړې ده چې د توغندیو په برید کې یې د اوکرایني پوځ د قومندې پوسته په نښه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG