د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د الېکټرونیکي تذکرو جوړولو بيې لوړې کړې دي


د افغانستان د تېر جمهورې حکومت پر مهال د الېکټرونيکي تذکرو جوړولو بيه ۱۰۰ افغانۍ وه - انځور له ارشيفه
د افغانستان د تېر جمهورې حکومت پر مهال د الېکټرونيکي تذکرو جوړولو بيه ۱۰۰ افغانۍ وه - انځور له ارشيفه

د افغانستان د احصاییې ملي ادارې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د الېکټرونیکي تذکرې لپاره نوې بیې ټاکلې دي.

دې ادارې د اګست پر اوومه په خپله خبرپاڼه کې ليکلي چې په مرکزونو کې د الېکټرونیکي تذکرې بیه ۵۰۰ افغانۍ او په اسان خدمت اداره کې ۷۰۰ افغانۍ ده.

د افغانستان د تېر جمهوري حکومت پر مهال د الېکټرونیکي تذکرې بیه ۱۰۰ افغانۍ وه، خو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ۳۰۰ افغانۍ ته پورته شوه چې اوس ۲۰۰ افغانۍ نوره اضافه پکې شوې ده.

د طالبانو حکومت د تذکرو د بیې د لوړېدو لامل نه دی څرګند کړی.

د طالبانو حکومت په وروستیو کې ويلي ول چې د الېکټرونیکي تذکرو د وېش مرکزونه یې زیات کړي او هڅه کوي چې نور یې هم زیات کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG