د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين له امريکا اوږد واټن ويشتونکي ميزايل غوښتي دي


ځينو غربي هېوادونو د روسیې پر وړاندې جګړې لپاره اوکراين ته نوې وسلې ورکړې دي - انځور له ارشيفه

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیميتري کولېبا وايي چې له خپل امریکايي سیال اېنتني بلېنکن سره یې په ټېلېفوني خبرو کې د اوږد واټن ویشتونکو میزایلو غوښتنه کړې ده.

د اګست پر شپږمه، دا غوښتنه پر داسې مهال شوې چې د اوکراین د دونېڅک سیمې پوکروفيسک، دینیپروپېتروفسک، خارکییف او خېرسون سیمو کې د روسیې په تازه بریدونو کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي.

تر دې وړاندې اوکراین له امریکا او نورو غربي هېوادونو د پوځي تکتیکي میزایلو نظام غوښتنه کړې وه. واشنګټن تر دې دمه د دې وېرې له امله د وسلو له ورکولو څخه ډډه کړې چې کییف به یې په روسیه کې دننه د پوځي ځایونو په نښه کولو لپاره وکاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې ټېلېفوني خبرو په اړه په جاري شوي بیان کې د پوځي تکتیکي میزایلي نظام د غوښتنې په اړه څه نه دې ویلي.

پوځي تکتیکي میزایلي نظام تر ۳۰۰ کيلومیټرو په فاصله کې د روسیې د وسلو ډیپوګان په نښه او د جګړې لومړۍ کرښې ته د روسيو پوځیانو لېږدولو صلاحیت کمزوری کولای شي. خو د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې توغندي به د ښارونو په نښه کولو کې د روسیې د وړتیا کمولو لپاره کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG