د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان لوبډلې له چیک جمهوریت سره د فوټسال سیالي مساوي کړه 


دا د افغانستان او ازبکستان د فوټسال د لوبډلو سيالي ده چې افغانستان ګټلې وه. د ۲۰۲۳ز کال د جولای انځور
دا د افغانستان او ازبکستان د فوټسال د لوبډلو سيالي ده چې افغانستان ګټلې وه. د ۲۰۲۳ز کال د جولای انځور

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د لویو وچو جام په سیالیو کې نن د اګست پر اوومه نېټه خپله لومړۍ لوبه د چک جمهوریت پر وړاندې څلور د څلور پر وړاندې مساوي کړه.

د افغانستان فوټبال فېدرېشن ویلي چې یاده سیالي د تایلينډ په بنکاک ښار کې ترسره شوه چې دواړو لوبډلو څلور، څلور ګولونه ووهل. د فېډرېشن په بیان کې راغلي چې افغانستان به په ب ګروپ کې خپله دویمه سیالي د موزمبیق پر وړاندې ترسره کړي.

د لویو وچو دغه سیالۍ به د اګست تر ۱۳مې نیټې دوام وکړي. افغانستان یوه اوونۍ وړاندې د مرکزي اسیا په اتلوليو کې دویم مقام ګټلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG