د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چین کې سېلابونو لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي


د دوکسوري په نامه توپان د چین مرکزي برخو ته سخت بارانونه ور وړي دي ـ پخوانی انځور.
د دوکسوري په نامه توپان د چین مرکزي برخو ته سخت بارانونه ور وړي دي ـ پخوانی انځور.

چینايي چارواکي وايي چې بیجینګ ښار ته نېږدې په یوه ښارګوټي کې سیلابونو لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي دي.

له دې سره د چین په شمال کې د وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر لږ تر لږه ۳۰ تنو ته رسیدلی دی.

چارواکو د اګست پر پینځمه له بیجینګه شاوخوا ۱۵۰ کیلومیتره په باوډینګ کې د مړو راپور ورکړی او زیاته کړې یې ده چې ۱۸کسان لادرکه دي.

د دوکسوري په نامه توپان چې د جمعې په ورځ د چین مرکزي برخو ته ورسید، سیمې ته یې تر ټولو سخت بارانونه ور وړي دي.

چارواکو زیاته کړی چې د اګست تر ماسپښین پورې یې، د باوډینګ څخه تر ۶۰۰،۰۰۰ ډېر خلک ایستلي دي. په هغه ښار کې ۱۱،۵ میلیون خلک میشت دي.

دوي زیاتوي چې په تېره میاشت د طبعي ناورینونو له امله ۱۴۷ کسان مړه یا لادرکه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG