د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې ویلي، اوکراینۍ بې پيلوټه الوتکې یې د تیلو ټانکر ویجاړ کړی


مسکو وایي، د اګست پر څلورمه په اوکرایني برید کې ټانکر زیانمن  شوې، خو چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.
مسکو وایي، د اګست پر څلورمه په اوکرایني برید کې ټانکر زیانمن  شوې، خو چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی.

روسیه وايي د تیلو یو ټانکر یې په کېرچ تنګي کې د شپې مهال د اوکراین بې پیلوټه الوتکې په برید کې ویجاړ کړی دی.

ماسکو وايي پېښه له هغه پل سره نېږدې شوې چې روسیه له کرایمیا سره نښلوي.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس، د سمندري ژغورنې د همغږۍ مرکز په حواله ویلي چې د روسیې د ټانکر انجن د اوکراین په برید کې زیانمنه شوې خو عمله یې خوندي ده او د کیښتۍ د راښکته کولو لپاره کار روان دی.

اوکراین تر اوسه د دغو رپورټونو په اړه څه نه دي ویلي او نه په خپلواکه توګه پېښه تاید شوې ده.

تر حملې یوه ورځ مخکې د نووروسیسک په بندر کې د روسیې د سمندري ځواک یوه بېړۍ په ډرون حمله کې زیانمنه شوې وه چې ذمه واري یې اوکراین منلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې، د اوکراین جګړې په اړه نړیوال مذاکرات د اګست پر پینځمه د سعودي په جده ښار کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG