خیبر پښتونخوا کې سږ کال تر ۱۳۰ زیات پولیس وژل شوي
د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، د روان کال په لومړیو اووه میاشتو کې په بېلابېلو بریدونو کې تر ۱۳۰ زیات سرتېري او افسران وژل شوي دي او لسګونه ژوبل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې د اګست پر څلورمه په خیبر پښتونخوا کې د وژل شویو پولیسو په یاد ورځ لمانځل کېږي. د خیبر پښتونخوا د پولیسو ادارې په وینا، له ۲۰۰۷ز کال راهیسې په هغه صوبه کې تر ۱،۶۰۰ زیات پولیس وژل شوي دي. د اګست پر درېیمه د پولیسو د ورځې په مناسبت په چارسده کې یوه غونډه وشوه چې پکې موږ له چارواکو او د وژل شویو سرتېرو له خپلوانو سره خبرې کړې دي او دا رپورټ مو جوړ کړی دی.