د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکې: پر اوکراین له حملې راهیسې تر ۷۰۰،۰۰۰ زیات ماشومان روسیې ته انتقال شوي دي


د روسیې د ماشومانو د حقونو چارو کمېشنره ماریا لفوفا بېلووا له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د غونډې پر مهال - پخوانی انځور.
د روسیې د ماشومانو د حقونو چارو کمېشنره ماریا لفوفا بېلووا له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د غونډې پر مهال - پخوانی انځور.

په روسیې کې د ماشومانو د حقونو چارو کمېشنرې ماریا لفوفا بېلووا ویلي دي چې پر اوکراین د مسکو د یرغل له پیلېدو راهیسې له هغه هېواده تر ۷۰۰،۰۰۰ زیات اوکرایني ماشومان ورلېږدول شوي دي.

د جولای پر ۳۰مه په یو رپورټ کې د نوموړې له قوله راغلي دي چې د هغو ماشومانو له لوی اکثریت سره یې میندې، پلرونه او خپلوان هم روسیې ته ورغلي دي.

د نېدرلینډز په هېګ کې د جنایت نړیوال عدالت د مارچ پر ۱۷مه د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین او ماریا لفوفا بېلووا د ګرفتارولو امر ورکړ.

پر دوی تور دی چې روسیې ته د اوکراینیو ماشومانو د لېږد لپاره مسوول دي او دا کار له نړیوال قانون سره سم جنګي جرم بلل کېدای شي.

روسیې د جرمونو نړیوال عدالت امر پارونه بللې وه او ویلي یې ول چې دا کار د منلو وړ نه دی. د روسیې، اوکراین، چین او امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونه د هغه عدالت غړي نه دي نو ځکه په هغو هېوادونو کې یې امرونه او پرېکړې قانوني حیثیت نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG