د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر وايي، پوتین باید په هېګ کې محاکمه شي


زېلېنسکي  د نېدرلینډز په هېګ کې د جنایتونو د نړیوال عدالت د جنګي جرمونو جرګګۍ ته وینا کوي: انځور مې ۴، کال ۲۰۲۳
زېلېنسکي  د نېدرلینډز په هېګ کې د جنایتونو د نړیوال عدالت د جنګي جرمونو جرګګۍ ته وینا کوي: انځور مې ۴، کال ۲۰۲۳

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي په خپل هېواد کې د روسیې د جنګي جرمونو د قضیې څېړلو او د "جنايي کړنو" له کبله د ولسمشر ولادمیر پوتین د محاکمه کولو لپاره د ځانګړي نړیوال عدالت جوړولو غوښتنه کړې ده.

دا څرګندونې نوموړي پرون (د مې پر څلورمه) د نېدرلینډز په هېګ کې د جنایتونو د نړیوال عدالت د جنګي جرمونو جرګګۍ ته په وینا کې وکړې. زېلېنسکي پر داسې مهال له هېواده بهر سفر کړی دی چې اوکراین د روسیو ځواکونو په شا تمبولو لپاره جګړې ته دوام ورکړی دی.

وولودیمیر زېلېنسکي په خپله وینا کې وویل: "موږ غواړو په هېګ کې یو مختلف ولادیمیر ووینو. هغه سړی چې د خپلو جنايي کړنو لپاره د نړیوال قانون په مرکز کې د سزايي کېدو مستحق دی."

نوموړي وویل، "باوري دی چې دا کار" به په جګړه کې د اوکراین تر "بریا" وروسته وشي.

د جنایتونو نړیوال عدالت د مارچ پر ۱۷مه د پوتین د نیولو امر خپور کړ او هغه یې له اوکراینه روسیې ته د ماشومانو د لېږد ذمه وار وګاڼه چې دا کار یو ډول جنګي جرم بلل کېدای شي.

روسیې د جرمونو نړیوال عدالت امر پارونه بللې وه او ویلي یې ول چې دا کار د منلو وړ نه دی. د روسیې، اوکراین، چین او امریکا په ګډون یوشمېر هېوادونه د هغه عدالت غړي نه دي نو ځکه په هغو هېوادونو کې یې امرونه او پرېکړې قانوني حیثیت نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG