د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې د "ناسمو معلوماتو خپرولو " په تور، پر ځینو روسي وګړو او ادارو بندیز لګولی


په برسلز کې د اروپایي پارلیمان مخې ته د غړو هېوادونو بیرغونه رپاند دي ـ پخوانی انځور.
په برسلز کې د اروپایي پارلیمان مخې ته د غړو هېوادونو بیرغونه رپاند دي ـ پخوانی انځور.

اروپايي ټولنې د "ناسمو ډیجېټل معلوماتو خپرولو " کمپاین په تور، د روسیې پر اووه کسانو او پنځو ادارو بندیزونه لګولي دي.

اروپايي کونسل د جولای ۲۸مې په یوه بیان کې وویل، بندیزونه ار ار اېن (Recent Reliable News) په نوم د یوه کمپاین سره تړلو کسانو او ادارو باندې لګول شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې د هغه کمپاین مقصد پر اوکراین د روسیې یرغل ملاتړ او په اړه یې د ناسمو مالوماتو او پروپېګنډې خپرول دي.

بیان زیاتوي، بندیزونه د روسیې پوځي استخباراتي ادارې (جي ار یو) پر ځینو افسرانو لګول شوي او ویل شوي هغه افسران د دغې کمپاین برخه دي. پر هغوی تور دی چې د کمپاین لپاره یې د the "Institute of the Russian Diaspora" په نوم یو سازمان جوړ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG