د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت له ډېره اسماعيل خانه ژوب ته د بجلۍ رسولو پروژه پرانیسته


حکومت وایي، له ډېره اسماعیل خانه تر ژوبه ۲۱۱ کيلوميټره تار غځوي: پخوانی انځور
حکومت وایي، له ډېره اسماعیل خانه تر ژوبه ۲۱۱ کيلوميټره تار غځوي: پخوانی انځور

د پاکستان حکومت د ډېره اسماعيل خان د بجلۍ له مرکزه د بلوچستان ژوب ته د بجلۍ رسولو پروژه پرانیسته.

د انرژۍ وفاقي وزير خرم دستګير د جولای پر ۲۵مه په ډېره اسماعيل خان کې غونډې ته وويل چې دا ۲۱۱ کيلوميټره لاین يا تار او ورسره اړونده تعميراتي کار دی چې شپږ اربه روپۍ لګښت پرې راغلی.

هغه زیاته کړه، تر دې وروسته په ژوب کې د بجلۍ د ذخيره کولو او ويشلو مرکز هم جوړوي خو نوموړي د پروژې د بشپړېدو او عملي‌ګټې اخیستنې کره نېټه ونه ښودله.

د ژوب استوګن له پخوا راهیسې د بجلۍ او ګیس د نیشتوالي شکایتونه کوي. دوی په بېلا بېلو وختونو کې د هغو غوښتنو لپاره احتجاجونه او لاریونونه هم کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په تېرو دوو اونيوو کې دوه ځلې د بجلۍ نرخونه زیات کړي دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف تېره اوونۍ په پارليمان کې ويلي‌ وو چې د پیسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د اخیستو قرضونو د شرطونو پوره کولو لپاره یې د بجلۍ بیې لوړې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG