د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په ځینو ضلعو کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو خبرداری ورکړل شوی


د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبایي ادارې (پي ډي اېم اې) د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو خبرداری ورکړی دی.

یادې ادارې د جولای پر ۲۱مه په ټویټر په خپاره کړي بیان کې ویلي چې په شانګله، ایبټ اباد، مالاکنډ ډویژن، کورمه، خیبر، پېښور او ځینو نورو سیمو کې له نن (د جولای ۲۲مې) څخه د بارانونو نوې لړۍ پیلیږي چې له امله یې سیلابونه راتللای شي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د پاکستان په مختلفو سیمو کې د پشکال بارانونو خلکو له تاوانونه رسولي دي.

په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د جولای پر ۱۹مه د دېوالونو نړېدو په دوو پېښو کې ۱۳ تنه وژل شوي ول.

د قدرتي افتونو د نظم ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د جولای پر اوومه ویلي وو چې په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۸ نور ژوبل شوي ول.

د ۲۰۲۲ز کال په اوړي کې هم د ورښتونو او سېلابونو له کبله په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه او لکونه خلک بېکوره شوي ول.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون ورباندې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG