د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د نومیالي ليکوال او شاعر راز محمد راز په یاد کې غونډه شوې


د پروفیسر راز محمد راز یاد غونډه د جولایي پر اتمه د کوټې په پښتو اکېډمۍ کې وشوه.
د پروفیسر راز محمد راز یاد غونډه د جولایي پر اتمه د کوټې په پښتو اکېډمۍ کې وشوه.

پښتو اکېډمۍ په کوټه کې د نوموتي پښتون شاعر او لیکوال پروفیسر راز محمد راز په یاد کې غونډه کړې ده.

د جولایي په اتمې هغه غونډه د شاعر او لیکوال درویش دراني په مشرۍ کې وشوه. په غونډه کې د سیمې ګڼو شاعرانو، لیکوالو او د ادب مینوالو برخه لرله.

پروفیسر راز په پښتو او اردو کې اته کتابونه لیکلي چې مشهور هغه یې ''کابل ړنګ دی مینې ژاړي''، ''عاشو، لمر او باران اوري''، ''د صلیب په دایرو کې مات وزرې زاڼې ژاړي'' او په اردو کې لیکلی "د هولي سینرز" او نور دي.

په غونډه کې د راز محمد راز د علمي او ادبي ژوند په اړه مقالې واورول شوې. د ګډونوالو وینا وه چې ارواښاد راز په پښتو ادب کې په نوي او ځانګړي سبک کې لیکنې کړې دي.

راز داسې سړی وو چې ټوله ادبي نړۍ یې تر نظر لاندې وه
پروفیسر شهزاد

په غونډه کې شریک د پروفیسر راز ملګري پروفیسر شهزاد مشال راډیو ته وویل چې اروښاد راز په خپلو لیکنو کې داسې نوي افکار راوړي چې د ځوان کهول لپاره ډېر ګټور دي.

ده وویل، ''راز داسې سړی وو چې ټوله ادبي نړۍ یې تر نظر لاندې وه. که هغه عربي ده که انګریزي او یا هم زموږ خپل ادب دی. هغه کایناتي او افاقي خیال لرونکی انسان وو''

هغه وویل د پروفیسر راز شاعري او نثر دواړه د جدید ادب پر مخ د دوو سترګو هسې رول لري.

په غوڼده کې د یو مقالې لوستونکي‌ شاعر او لیکوال محمد نعیم ازاد مشال راډیو ته وویل چې پروفیسر راز په اردو ژبه کې لیکلي موضوعات د پښتو له هغو سره توپیر لري نو ځکه هغه د ښاغلي راز ناول له اردو پښتو ته وژباړه.

ده زیاته کړه،‌ ''یو خو زموږ ګڼ خلک په اردو نه پوهیږي او د ژباړې سره په هغو ته ګټه ورسیږي بل ما ویل که د هغه د اردو اثار پښتو ته راشي نو د دې سره پروفیسر راز په پښتو کې مکمل شي ''

په غونډه کې د پروفیسر راز په ژوند، ادب او فلسفه خبرې وشوې. د غونډې ګډونوال شاعر او لیکوال محمود ایاز مشال راډیو ته وویل چې پروفیسر راز په خپلو لیکنو کې خدایي، کاینات او انسان په اړه موضوعاتو ته ډېره پاملرنه کړې ده.

هغه خوږ او شیرین سړی وو. هغه د شاعرۍ لپاره یو نظام درلود او په هغې کې یې دننه شعرونه ویلي دي
محمود ایاز

ده وویل،‌ ''هغه ډېر لوستی، سنجیده او فهمیده شخصیت وو. ما وسره په مختلفو موضوعاتو بحثونه کړي، هغه خوږ او شیرین سړی وو. هغه د شاعرۍ لپاره یو نظام درلود او په هغې یې دننه شعرونه ویلي دي.''

پروفیسر راز محمد راز د بلوچستان په پښتون میشته سیمه پښین کې زېږیدلې وو. هغه د کراچۍ له پوهنتونه په تاریخ کې ماسټري کړې وه او د بلوچستان په مختلفو کالجونو کې یې د تاریخ د استاد په توګه کار کړی وو.

هغه د ۲۰۱۳ز کال د جون پر ۲۳مه د ۶۳ کلونو په عمر وفات شو او په خپل کلي پښین کې خاورو ته وسپارل شو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG