د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي چارواکي د روس او کرایمیا ترمنځ د نړیدلي مهم پل بیا رغونه پیلوي


روسیه تور پورې کوي چې دا پل اوکرایت تباه کړی او د بیا جوړولو ژمنه یې کوي: انځور له ارشیفه
روسیه تور پورې کوي چې دا پل اوکرایت تباه کړی او د بیا جوړولو ژمنه یې کوي: انځور له ارشیفه

د روسيې مرستيال وزيراعظم مارات خوسنولېن د جولای پر ۱۷مه ويلي، د روسيې او کرايميا ترمنځ تر بريد لاندې راغلی پل به د نومبر تر لومړۍ نېټې په بشپړه توګه بېرته جوړ شي.

بلخوا د روسيې ولسمشر وولاديمير پوتېن پر پل بريد يو ترهګر عمل بللی او ويلي يې دي چې غچ به يې اخلي.

په هغه حمله کې دوه کسان وژل شوي او د هغوی يو ماشوم سخت ژوبل شوی.

دا پل د پوتېن په امر په ۲۰۱۴ز کې تر هغه وروسته جوړ شوی وو چې روسيې د کرايميا ټاپووزمه په زور ونيوله. اوکراين پر پل د حملې ذمه واري نه ده منلې خو اوکرايني رسنيو ويلي چې د هغه هېواد امنيتي ځواکونو په سيمه کې ډرون الوتکې خوشې کړې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG