د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین د روسیو ځواکونو پرضد د عملیاتو پیل کې سخت زیان لیدلی دی


اوکرایني سرتېري د روسیو ځواکونو پر مورچو د توغندیو ورولو تیاری کوي - د جولای اوومې انځور.
اوکرایني سرتېري د روسیو ځواکونو پر مورچو د توغندیو ورولو تیاری کوي - د جولای اوومې انځور.

اوکراین د روسیو ځواکونو پرضد د خپلو تعارضي عملیاتو په لومړیو اوونیو کې سخت زیان لیدلی دی.

امریکايي ورځپاڼې نیو یارک ټایمز ویلي دي چې په جګړه کې د اوکراین ګڼ پوځي ګاډي او ټانکونه ویجاړ شوي دي.

ورځپاڼې د جولای پر ۱۵مه په رپورټ کې د غربي هېوادونو د چارواکو له خولې ویلي دي چې اوکراین د جون په لومړیو دوو اوونیو د اوکراین ۲۰ فیصده تجهیزات زیانمن یا ویجاړ شول. په هغو کې لېپرډ نومي ټانکونه هم شامل دي.

ورځپاڼه البته وايي چې په وروستیو اوونیو کې د اوکراین زیانونه ځکه کم شوي چې ځواکونو یې د جګړې طریقه بدله کړې او پر ځای د دې چې په ټانکونو او ګاډو کې ورشي، له لیرې ځایه یې پر روسیو ځواکونو د توغندیو بریدونه زیات کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG