د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او بنګلادېش نن د ۲۰ اووره کرکټ دویمه سیالي لري


افغان لوبډله د بنګلادېشي لوبغاړي تر سوځېدو وروسته خوشالي کوي - د جولای ۱۴مې انځور.
افغان لوبډله د بنګلادېشي لوبغاړي تر سوځېدو وروسته خوشالي کوي - د جولای ۱۴مې انځور.

د افغانستان او بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

د جولای ۱۶مې سیالي د سېلهټ د کرکټ په نړیوال لوبغالي کې د پېښور پر وخت مازیګر پینځه او د کابل پر څلور نیمو پیلېږي.

تر دې مخکې د دوو ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ لوبه کوربه بنګلادېش ګټلې وه. د جولای پر ۱۴مه په لومړۍ سیالۍ کې افغان لوبډلې بنګلادېش ته د ۱۵۵ منډو هدف ورکړ. بنګلادېش هغه هدف د ۲۰م اوور پر پینځم توپ پوره کړ او لوبه یې په دوو وېکټو وګټله.

تر دې مخکې افغانستان له بنګلادېشه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG