د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان د عبدالحميد زهري د موندنې او خوشي کېدنې غوښتنه کړې


د لادرکه بلوڅانو د موندنو لپاره په وار وار احتجاجونه شوي دي. پخوانی انځور
د لادرکه بلوڅانو د موندنو لپاره په وار وار احتجاجونه شوي دي. پخوانی انځور

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنېشنل) پر پاکستاني چارواکيو غږ کړ چې لادرکه عبدالحمید زهری دې پیدا او خوشی کړي.

سازمان د جولای پر نهمه پر ټویټر په یو بیان کې لیکلي چې دوی د عبدالحمید زهري له کورنۍ سره ولاړ دي.

بیان زیاته کړې، که زهری د پاکستانیو چارواکیو په ولکه کې وي نو زر تر زره دې خوشی کړي او یا دې هم په سمدستي توګه ولسي عدالت ته وړاندې کړي.

د عبدالحمید زهري کورنۍ وايي، هغه د ۲۰۲۱م کال د اپرېل پر ۱۰ نېټه په کراچۍ کې له خپله کوره پورته کړل شوی وو او تر اوسه دا نه ده معلومه چې هغه چېرې دی. د سازمان د بیان په غبرګون کې پاکستاني چارواکيو لا څه نه دې ويلي.

په پاکستان کې بلوڅ او پښتانه ملتپال د پاکستان جاسوسي او امنیتي ادارې د خلکو په پورته کولو تورنوي خو استخباراتي ادارې او حکومت دا تور ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG