د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا وایي اوکراین لا د ناټو غړيتوب ته تیار نه دی


بایدن وویل، امریکا او ناټو به اوکراین ته د وسلو ورکړه جاري ساتي ـ پخوانی انځور.
بایدن وویل، امریکا او ناټو به اوکراین ته د وسلو ورکړه جاري ساتي ـ پخوانی انځور.

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، اوکراین لا په ناټو کې د ګډون لپاره تیار نه دی.

ولسمشر جوبایډن دا خبره د ناټو په غونډه کې د ګډون لپاره تر روانېدو وړاندې د جولای پر نهمه سي این این ټېلېویژن ته په مرکه کې کړې ده. نوموړي ویلي، اوکراین ته په ناټو کې د ګډون تر بلنې وړاندې باید له روسیې سره د اوکراین جګړه ودرول شي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو سرمشریزه روانه اوونۍ د لېتوانیا په پلازمېنه ويلنیوس کې وشي. د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د جولایي پر شپږمه په چیک جمهوریت کې خبري غونډې ته وویل چې د ناټو په کیدونکې سرمشریزه کې باید د اوکراین په هغه ایتلاف کې د شاملیدو په اړه څرګنده پرېکړه وشي.

خو بایدن زیاته کړې چې د اوکراین په ناټو کې شاملول لا ډېره وختي خبره ده خو د ده په وینا، امریکا او د ناټو غړي به اوکراین ته د دې لپاره د وسلو ورکړه جاري ساتي چې د روسیې د ناپارولي یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG