د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډیويي مجله : شپږمه ګڼه


نوې پښتو ادبي مجله خال
نوې پښتو ادبي مجله خال

د مشال راډیويي مجلې پاڼې ته ښه راغلاست. دا ځل مو په مجله کې د افغانستان او پښتونخوا نه کلتوري او ادبي راپورونه درته راټول کړي دي. د لیکوالو او شاعرانو سره غږیدلي یو.

د مشال راډیويي مجله: یوه نوې ادبي مجله خال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:58 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په فرهنګي خبرونو کې اورئ چې د خېبر پښتونخوا د نوښار سیمې یو پېژندل شوی شاعر سید ګلمان شا د فبرورۍ په ۸ مه نېټه وفات شو. دی په ۱۹۴۹ کال کې زیږیدلی و. نوموړي دوه چاپ او ګڼ ناچاپه کتابونه ترشا پرېښودل.سید ګلمان شا ۵۰ کاله وړاندې په نوښار کې د « کوه دامان پښتو ادبي ټولنې» بنسټ ایښی و.

بل ادبي خبر مو دا درلود چې د فبرورۍ په ۱۴ مه نېټه، په هنګو کې ( مشال پښتو ادبي ټولنې) د څلورو نویو چاپ شو کتابونو مخکتنه وکړه. لیکوالو او شاعرانو د ممتاز اورکزي ( زه په چاک پروت یم ) ، د ارواښاد امت حسین بنګش په ( سنځله ) ، د ارواښاد عبدالرزاق حکمت په ( حکمتونه ) او د وصال اورکزي په ( فطرت په رنګینو کې ) کتابونو باندې مقالې واورولې.

له جلال اباده یو راپور په تازه ګڼه کې شامل دی چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې یو عامه کتابتون او یو موزیم جوړول غواړي.

د مشال خبریال محمد عمران له لیکوال محمود ایاز سره مرکه کوي
د مشال خبریال محمد عمران له لیکوال محمود ایاز سره مرکه کوي

دا چې په راډیويي مجله کې کلتوري او ادبي موضوعات څېړو نو د یوې نوې چاپ شوې ادبي مجلې « خال » په اړه معلومات درکوو. په پښتو ادب کې د ادبي مجلو خپل ارزښت پاتې شوی او تل یې د لیکوالو او شاعرانو نوي اثار ټولنې ته وړاندې کړي دي. خال یوه نوې درې میاشتنۍ مجله ده چې د محمود ایاز په مدیریت کې یې لومړۍ ګڼه مارکیټ ته وتلې ده. په کراچۍ کې د مشال راډیو خبریال محمد عمران له محمود ایاز سره د خال مجلې په اړه خبرې کړي دي.

له سواته د یوې رنګارنګې هنري شپې راپور لرو. زه یم پښتونخوا په نوم د موسیقۍ شپه کې ځايي هنرمندانو سندرې وویلي. د سوات اوسیدونکي وايي له کلتوري مېلو معلومیږي چې حالات سم شوي او خلک د ژوند له رنګونو مزه اخلي.

مشال راډیويي مجله
مشال راډیويي مجله

XS
SM
MD
LG