د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه وايي د اوکراین کړکیچ دې د خبرو له لارې هوار شي


د اوکراین ولسمشر وولودمیر زېلېنسکي(کیڼ لوري ته) د جولای پر اوومه په استنبول کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره تر خبري غونډې وروسته روغبړ کوي.
د اوکراین ولسمشر وولودمیر زېلېنسکي(کیڼ لوري ته) د جولای پر اوومه په استنبول کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردغان سره تر خبري غونډې وروسته روغبړ کوي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردغان ویلي، اوکراین د ناټو د غړیتوب جوګه دی خو نوموړي پر کییف غږ کړی چې له مسکو سره دې د سولې خبرې پیل کړي.

اردوغان د خپل اوکرایني سیال وولودمیر زېلېنسکي سره د جولای پر اوومه په استنبول کې ګډې خبري غونډې ته وویل په دې کې څه شک نشته چې اوکراین د ناټو د غړیتوب مستحق دی خو زیاته یې کړه چې باید دواړه خواوې د سولې مذاکراتو ته لاړې شي.

نوموړي دا هم وویل چې د کریملین لخوا پر اوکراین د یرغل د ۵۰۰ ورځو تېرېدو وروسته به په لومړي وار د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترکیې ته ځي او هغه به ورسره د جنګي قیدیانو د تبادلې پر مسله هم خبرې کوي.

زېلېنسکي راروانه اوونۍ په وېلنییس کې د ناټو تر سرمشریزې وړاندې د څلورو هېوادونو د سفر په پای کې پرون ترکيې ته ولاړ.

هغه ویلي د امینت ضمانت او له روسیې سره د اوکرایني غلې د برامدولو هغه تړون یې په اجنډا کې شامل دي چې تېر کال یې د ترکي په مرسته کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG