د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بنو کې د باران له کبله د مدرسې درې زده کوونکي وژل شوي‌


په پاکستان کې تر پشکال وړاندې د سختو بارانونو خبرداری ورکړل شوی دی.
په پاکستان کې تر پشکال وړاندې د سختو بارانونو خبرداری ورکړل شوی دی.

د خیبر پښتونخوا د بنو چارواکي وايي، د جون پر ۲۷مه د بنو د یوې مدرسې چت پرېوتو په پېښه کې درې زده کوونکي وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.

د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ یو چارواکي وقار خان مشال راډیو ته وویل چې د بنو له کاشو پله سره نیږدې د دې مدرسې ودانۍ کچه وه او تر باران وروسته وغورځېده.

نوموړي زیاته کړه چې د چت تر ملبې لاندې ګیر کسان یې را ایستلي دي.

د جون پر ۲۵ هم د بونير په تخته بند سيمه کې د تیز باران له وجې يوه ښځه وژل شوې او شپږ کسان ژوبل شوي وو. دا راز د مردان په ګړۍ کپوره کې د کور چت د پرېوتو له کبله یوه ښځه او شپږ کلن زوی يې ژوبل شوي وو.

هلته په پنجاب صوبه کې د هند پولې ته څېرمه په ناروال ضلع کې د جون پر ۲۴مه د تندر پرېوتو په دوه جلا جلا پېښو کې د یوې ښځې په ګډون پينځه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG