د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیاستوال جهانګیر ترین ورور په مبینه توګه ځانوژنه کړې

عالمګير ترين د ملتان سلطانز کرکټ لوبډلې مالک وو. انځور له ارشيفه
عالمګير ترين د ملتان سلطانز کرکټ لوبډلې مالک وو. انځور له ارشيفه

راپورونه وایي چې د پاکستان سوپر لیګ کرکټ لوبډلې ملتان سلطانز مالک عالمګير ترين په مبینه ډول ځان وژلی دی. ملتان سلطانز ډلې پر خپله ټویټر پاڼه د هغه د مرګ پخلی کړی.

پولیس وايي چې عالمګير ترين په توپانچه ځان په سر ویشتی دی چې خدمتګار یې نن سهار (د جولای پر شپږمه) په خپله کمره کې مړ وموندلو. عالمګير ترين خان د خود کشۍ نه وړاندې د ځان وژنې په اړه یو نوټ هم ليکلی چې پکې یې لیکلې دي چې د ناروغۍ له امله ځان وژني.

عالمګير ترين چې د تحریک استحکام پاکستان ګوند د مشر جهانګير ترين ورور دی، د لاهور په ګلبرګ سیمه کې اوسېدو او یو مشهور سوداګر وو.

پولیس وايي چې د پېښې ځای یې په ولکه کې اخیستی او د ګوتو د نښو په ګډون نور ثبوتونه یې راټول کړي دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG