د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا تېره میاشت په چین کې ۲۳۹ ګسان وژلي


چین د کورونا وبا د مخنيوي لپاره یوشمېر بندېزونه لګولي ول. عکس له ارشيفه
چین د کورونا وبا د مخنيوي لپاره یوشمېر بندېزونه لګولي ول. عکس له ارشيفه

چین د جولای پر شپږمه خبر ورکړی چې د جون په میاشت کې ۲۳۹ کسان د کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ څخه مړه شوي دي.

دا د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د پلي شویو احتیاطي تدابیرو تر لېرې کېدو څو میاشتې وروسته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی دی. په چین کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز په مې میاشت کې له ناروغۍ څخه د ۱۶۴ کسانو مړینې خبر ورکړی وو. البته په مارچ او اپریل کې د مړینې هیڅ شمېر نه وو ریکارډ شوی.

چین د ۲۰۲۰م کال په پیل کې د کورونا وایرس د مخنیوي سټراټيژي ته په پام سره سخت احتیاطي تدابیر عملي کړل چې پکې لاک ډاون، قرنطین، د پولو تړل کېدل او د وایرس موندنې لپاره ضروري ټيسټونه شامل وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG