د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د بنګله دېش په وړاندې شل اوریزو سیالیو ته لوبډله اعلان کړه

راشد خان د لوبډلې کپتان ټاکل شوی.
راشد خان د لوبډلې کپتان ټاکل شوی.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمیټۍ له بنګله دیش سره د دوه ۲۰ اوریزو سیالیو لپاره ۱۶ـ کسیزه لوبډله اعلان کړې.

د جولایي په دوېیمه مشال راډیو ته په استولی خبرپاڼه کې بورډ ویلي چې سیالیو ته یې ځیني پخواني لوبغاړي هم بېرته وربللي دي.

راشد خان د لوبډلې کپتان ټاکل شوی. په نورو لوبغاړو کې رحمان الله ګربز، شهزاد محمدي، حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، محمدنبي، نجیب الله ځدراڼ، صدیق اتل، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، فضل حق فاروقي، نوین الحق، وفادارمومند، فریدملک، نوراحمد او مجیب الرحمن شامل دي.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د جولایي پر ۵مه له بنګله دیش سره لومړی د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وکړي او بیا به دوه ۲۰ اوریز مېچونه وکړي.

افغان لوبډله د هغو سیالیو لپاره د جولای په لومړۍ نېټه بنګله دیش ته رسېدلې ده.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG