د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین ولسمشر وایي، روسیه کمزورې شوې ده


زېلېنسکي د جون پر ۲۹مه په برسلز کې د اروپایي ټولنې سرمشریزې ته د ویډیو لنک له لارې وېنا وکړه ـ پخوانی انځور.
زېلېنسکي د جون پر ۲۹مه په برسلز کې د اروپایي ټولنې سرمشریزې ته د ویډیو لنک له لارې وېنا وکړه ـ پخوانی انځور.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې روسیه له بلوا او پاڅونونو وېرېږي او کمزورې شوې ده.

زېلېنسکي د جون پر ۲۹مه د اروپايي ټولنې سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې په وروستیو کې ناکامه شوې بلوا د روسیې کمزوري په ډاګه کوي او د ده په وینا، دا به د روسیې له ظلمه ډک یرغل په وړاندې له اوکراین سره مرسته وکړي.

نوموړي په برسلز کې جوړې دې سرمشریزې ته د ویډیو لېنک له لارې روسیې ته په اشاره وویل، موږ د دوی کمزورۍ وینو او موږ ته د دې ډېر زیات ضرورت دی.

په روسیه کې د واګنر ملېشې مشر اېوګېني پېروژګېن پر روسیه مخ ور اړولی وو او خپلو ۲۵ زره ځواکونو ته یې امری کړی وو چې د انصاف لاریون په نامه د ماسکو پر لور تګ وکړي.

خو د جون پر ۲۴مه یې په ناڅاپي توګه هغه لاریون ختم کړ.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین ویلي د هیواد په ختیځ کې یې د روسیې په وړاندې پرمختګ کړی دی.

د اوکراین ولسمشر په عین حال کې د اضافي مرستو او په ناټو کې د خپل هیواد د ور ګډولو غوښتنه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG