د لاسرسي ځای

تازه خبر

رانا ثنا الله: د یونان کشتۍ پېښه کې د ۸۲ پاکستانیانو د مړینې تصدیق شوی


بېړۍ د جون پر ۱۴مه د یونان په پایلوس کې ډوبه شوې وه.
بېړۍ د جون پر ۱۴مه د یونان په پایلوس کې ډوبه شوې وه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د جون په ۲۳مه ویلي چې په یونان کې د کشتۍ د ډوبېدو پېښه کې د ۸۲ پاکستانیانو وژل کېدل تایید شوي او د دغو کسانو پېژندنه هم شوې ده.

رانا ثنا الله قامي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل چې د دغو کسانو د شناخت عمل د هېواد د قامي شناختي کارتونو د ادارې نادرا په مرسته ترسره کېږي او دا یې هم وویل چې ممکنه ده په دغه شمېره کې زیاتوالی راشي.

دا له هغې وروسته ده چې د جون پر ۱۴مه د یونان په پایلوس کې له کډوالو ډکه کشتۍ ډوبه شوه. د راپورونو له مخې په دغې بېړۍ کې شاوخوا ۷۵۰ کسان سپاره وو چې د ۱۰۴ په شاخوا کې کسان ترې ژغورل شوي وو. په دې کې ګڼ پاکستانیان هم وو چې پکې یو شمېر د پاکستان تر انتظام لاندې د کشمیر اوسېدونکي دي. دوی وايي په کورونو کې یې ماتم دی ځکه چې ځوانان یې د ښې راتلونکې جوړولولپاره تللي وو خو اوس یې مړي هم نه دي معلوم.

په يونان کې د ډوبې شوې کښتۍ قربانيانو پر کورنيوو ماتم دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:53 0:00

رانا ثنا الله قامي اسمبلۍ ته وویل چې د دغې پېښې وروسته د پاکستان د یو شمېر سیمو نه ۲۸۱ کورنیو له حکومت سره رابطه کړې او په کشتۍ کې د سپرو خپلو خپلوانو معلومات یې پوښتلي. نوموړي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د مړو شویو کسانو شناخت یې د دوی د کورنیو په مرسته د ډي این اې د ټېسټ په ذریعه کړی چې پکې د هغه هېواد وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف ايي اې) د قامي شناخت ادارې نادرا او ځینې نورې ادارې برخه لري.

بلخوا تر دې وړاندې د پاکستان د تحقیقاتو وفاقي ادارې چارواکو ويلي وو چې تر اوسه یې په پاکستان کې ۱۲ هغه کسان نيولي چې د انسانانو د قاچاق کاروبار کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د جون پر ۱۹مه نېټه ویلي وو: "د حکومت اړونده ادارې به د هغو کسانو خلاف عمليات کوي چې خلک په غيرقانوني ډول بهرنيو هېوادونو ته لېږي. موږ د انساني قاچاق سختولو او مخنيوي لپاره قوانينو جوړولو او اصلاحاتو کولو ته تيار يو."

د جون پر ۱۹مه د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله هم ویلي وو چې په جنوبي یونان کې د ډوبې شوې کشتۍ د پېښې په اړه تحقيقات به په يوه اونۍ کې مکمل کړل شي. د پاکستان سرکاري خبري اژانس اې پي پي د جون په ۲۰ مه خبر ورکړی چې د کورنيو چارو وزير وايي په انساني قاچاق کې د ککړو کسانو پر ضد د قانوني کاروايي لپاره ځانګړې قانون سازي کوي. رانا ثناالله هغه مهال ویلي وو چې وفاقي تحقيقاتي ادارې اېف ايي اې په ټول هېواد کې انساني قاچاق برو پرضد کاروایانې پېل کړې دي.

XS
SM
MD
LG