د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي د روسیې د کروز توغندیو بریدونه یې شنډ کړي


د اوکراینیو چارواکو په وینا د روسيې لخوا دا توغندي په یو هوايي مرکز ورول شوي ول.
د اوکراینیو چارواکو په وینا د روسيې لخوا دا توغندي په یو هوايي مرکز ورول شوي ول.

د اوکراین چارواکي وايي، د هغوی هوايي دفاعي نظام د روسیې لخوا داغل شوي ۱۳ کروز توغندي شنډ کړې دي.

د چارواکو په وینا د روسيې لخوا دا توغندي په خمېلنېتسکي سیمه کې د هغوی په یو هوايي مرکز ورول شوي ول.

د اوکراین د هوایي دفاعي نظام لخوا د جون پر ۲۳مه په خپور کړي یو بیان کې ویل شوي چې دغه حمله د کسپېن سمندر له طرفه تېره شپه شوې وه. دا د روسیې لخوا پر هغه هېواد د تازه حملو یوه لړۍ ده چې پکې د بې بېلوټو الوتکو او میزایلو په واسطه حملې شاملې دي.

بلخوا تېره شپه په اوکراین کې د څو ساعتونو لپاره بیړنی حالت اعلان شوی وو. د اوکراین پوځ ویلي د جون پر ۲۲مه د روسیې لخوا په حملو کې درې هایپر سونېک میزایلونه کارول شوي ول. د روسیې لخوا تازه حملې زیاتره د اوکراین په مشرقي سیمه دونېڅک باندې ترسره شوې دي چې په ترڅ کې یې په بخموت، لېمان، اودیوکا او مارینکا سیمو کې زیاتره ناامني لیدل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG