د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنا رباني کر پر تورخم د تجارت او تګ راتګ اسانولو ټينګار کړی


حنا رباني کر د جون پر ۲۱مه تورخم ته تللې وه
حنا رباني کر د جون پر ۲۱مه تورخم ته تللې وه

د پاکستان بهرنيوو چارو د مملکت وزيره حنا رباني کر د جون پر ۲۱مه تورخم ته تللې وه او هلته یې د افغانستان سره د تګ راتګ لارې ولېدلې.

د بهرنيوو چارو وزارت د جون پر ۲۲مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې کر د سوداګرۍ زیاتولو او د خلکو د تګ راتګ د اسانولو په برخه کې د اسانتیاوو په ډېرولو ټينګار وکړ. پوځي چارواکو هغې ته په وروستيوو کې جوړې شوې ودانۍ وښوولې.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيوو کې پاکستان ته پر تورخم اوښتونکوافغانانو شکايتونه کړي چې په سفر کې ورته ګڼ خنډونه دي. دوی له امنيتي ځواکونو او د وېزو له سختۍ شکايت کوي. سوداګرو هم ورته شکايتونه کړي دي.

بلخوا د جون پر ۲۱مه، په کابل کې طالبانو د حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي له پاکستاني سفیر عبدالرحمن نظاماني سره د تجارت په زیاتولو خبرې کړې دی. دغه وزارت په دې اړه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې عزیزي د پاکستان سره له روانې سوداګرۍ خوښي وښوده خو غوښتنه یې وکړه چې د اسانتياوو برابرولو چارې باید تېزې کړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG