د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا کې د ګرمۍ د زیاتېدو اټکل شوی


په پاکستان کې ګرمي عموما زیاته وي: انځور له ارشیفه
په پاکستان کې ګرمي عموما زیاته وي: انځور له ارشیفه

په خېبر پښتونخوا کې د قدرتي افتونو پر وړاندې د مبارزې ادارې، په صوبه کې د ګرمۍ د لا نورې زياتېدو خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې نن (د جون په ۲۰مه) په خبرپاڼه کې وېلي دي چې د جون تر ۲۴مې پورې د حرارت درجه ۴۷ ډګري سېنټي ګرېډه ته لوړېدلی شي.

په بيان کې راغلي دي چې خلک دې په لمر کې له زيات ګرځېدو څخه ډډه وکړي. دغه راز ماشومان او د زيات عمر خلک دې د سهار له لسو د مازيګر پنځو بجو پورې په لمر کې نه ګرځي.

د قدرتي افتونو پر وړاندې اداره وايي د بېړنيو خدماتو څانګه يې ۲۴ ساعته خلاصه وي او چې څوک د ګرمۍله وجې د څه قسمه مشکلاتو سره مخامخ شي نو له دوی سره رابطه کولای شي.

دخېبر پښنونخوا په زياترو برحو کې نن (د جون پر ۲۰مه) د حررات درجه ۴۲ ډګري سېنټي ګرېډه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG