د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک وایي افغانستان د ښځینه سوداګرو لپاره مناسب شرایط نه لري


په افغانستان کې طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار او زده کړو بندیز لګولی چې پرضد یې وخت په وخت احتجاجونه شوي ـ پخوانی انځور.
په افغانستان کې طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو پر کار او زده کړو بندیز لګولی چې پرضد یې وخت په وخت احتجاجونه شوي ـ پخوانی انځور.

نړیوال بانک افغانستان د هغو ۱۱ هېوادونو په ډله کې یاد کړی دی چې د ښځینه سوداګرو لپاره مناسب شرایط نه لري.

یاد بانک د جون پر ۱۹مه په خپاره کړي رپورټ کې افغانستان داسې هېواد بللی چې ورځ تر بلې پکې د ښځو لپاره د کاروبار او سوداګرۍ اړونده شرایط او قانوني حالت خرابېږي.

هغه رپورټ په ۲۰۲۳ز کال کې د نړۍ د ښځو لخوا د کېدونکو کاروبارونو او په دې اړه د جوړ شویو قوانینو اړوند دی.

په رپورټ کې د طالبانو د حکومت له‌ خوا پر افغان نجونو او ښځو لګېدلو بندیزونو یادونه شوې او پکې راغلي چې طالبانو داسې لارښوونې او حکمونه کړي دي چې د ښځو د سفر ازادي او د دندو په موندلو کې د هغوی وړتیاوې محدودوي.

طالبانو تراوسه د دې رپورټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې مخکې یې ویلي چې د ښځو پر تعلیم او کار یې بندیز د هغه هېواد کورنۍ موضوع ده او دا بندیزونه یې د شریعت له چوکاټ سره سم لګولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG