د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان او سعودي عرب کې د جون پر ۲۸مه لوی اختر اعلان شوی

په کوټه کې د وړوکي اختر تر لمانځه وروسته خلک یو بل سره مبارکي کوي ـ پخوانی انځور.
په کوټه کې د وړوکي اختر تر لمانځه وروسته خلک یو بل سره مبارکي کوي ـ پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې د جون پر ۲۸مه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

دا اعلان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت سترې محکمې د جون پر ۱۸مه په یوه اعلامیه کې کړی دی.

اعلامیه لیکي چې شاهدانو د ذوالحجې میاشت لیدلې او شرعي محکمې ته یې د میاشتې د لیدو شاهدي وړاندې کړې ده.

د سعودي عربستان رسنیو هم خبر ورکړی چې هلته هم د ذوالحجې میاشت لیدل شوې او د راتلونکې سېشنبې ورځ به عرفه او چهارشنبې به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG