د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا چارواکو ناحکومتي سازمانونو ته د قربانۍ څارویو د څرمنو پر ورکولو بندیز لګولی دی


په پېښور کې یوشمېر کارکوونکي د قربانیو څارویو څرمنې پاکوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یوشمېر کارکوونکي د قربانیو څارویو څرمنې پاکوي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت د لوی اختر په ورځو کې پر ټولو ناحکومتي سازمانونو او خلکو د قربانۍ د څارویو څرمنو پر ټولولو بندیز لګولی دی.

وزارت د جون پر ۱۸مه په یو لیک کې د صوبې ټولو انتظامي مشرانو ته ویلي دي چې په دې لړ کې دې اقدامات وکړي.

په هغه لیک کې چې مشال راډیو یې هم نقل ترلاسه کړی دی، راغلي چې حکومت دا کار د ۱۹۹۷ز کال د ترهګرۍ ضد قانون له مخې کوي او موخه یې د ترهګرۍ تمویل مخنیوی کول دي.

په خط کې راغلي دي چې تر بندیز لاندې یوشمېر ناحکومتي سازمانونه، ډلې او خلک په لوی اختر کې د قربانۍ د څارویو څرمنې ټولوي او خرڅوي او په دې توګه د ترهګرو فعالیتونو لپاره پیسې برابروي.

د خیبر پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت زیاتوي چې خلک دې تر قربانۍ وروسته څرمنې یوازې حکومتي اجازې لرونکو کسانو او ادارو ته ورکړي.

په پاکستان کې اکثر خلک د لوی اختر د قربانۍ څارویو څرمنې ناحکومتي خیریه سازمانونو او خلکو ته وړیا ورکوي.

ټاکل شوې چې روان کال لوی اختر د جون په پای کې پیل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG