د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنګله دیش افغانستان ته د کرکټ په ټېسټ سیالۍ کې ماتې ورکړه


د بنګله دیش لوبغاړي د افغان توپ وهونکي ابراهیم ځدران (ګېنې خوا ته) په اوټ کېدو خوشالي نمانځي ـ د جون ۱۶مې انځور.
د بنګله دیش لوبغاړي د افغان توپ وهونکي ابراهیم ځدران (ګېنې خوا ته) په اوټ کېدو خوشالي نمانځي ـ د جون ۱۶مې انځور.

بنګله دیش نن (د جون پر ۱۷مه) د افغانستان کرکټ لوبډلې ته په ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه.

په هغې پنځه ورځنۍ سیالۍکې کوربه هېواد لومړی بیټنګ کړی وو چې ۳۸۲ منډې یې کړې وې. په ځواب کې یې د افغانستان ټول لوبغاړي په ۱۴۶ منډو وسوځېدل.

په دوېیمه پاڼۍ کې بنګله دیش ۴۲۵ منډې وکړې، چې په ځواب کې یې نن د لوبې په څلورمه ورځ افغانستان ۱۱۵ رنزونه وکړل او د ۵۴۶ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمینځ لومړۍ ټېسټ سیالي په ۲۰۱۹ز کال کې شوې وه. هغه لوبه افغان لوبډلې د ۲۲۴ رنزونو په توپیر ګټلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG