د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي افریقا د خبرو له لارې د اوکراین جګړې ختمولو غوښتنه کړې


د اوکراین او جنوبي افریقا ولسمشران د جون پر ۱۶مه په کییف کې خبري غونډې ته وېناوې کوي.
د اوکراین او جنوبي افریقا ولسمشران د جون پر ۱۶مه په کییف کې خبري غونډې ته وېناوې کوي.

د جنوبي افریقا ولسمشر سېرېل رامافوسا له اوکراین او روسیې وغوښتل چې خپل مینځي شخړه او تاو تریخوالی دې د خبرو له لارې کم کړي.

هغه د جون په ۱۶مه په کییف کې د اوکراین له ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي سره ګډې خبري غونډې ته وویل، افریقایي هېوادونه چمتو دي چې په اوکراین کې د سولې په اړه په هڅو کې برخه واخلي.

دا تر هغې وروسته ده چې یو افریقايي پلاوي د سولې د منځګړیتوب لپاره یو ماموریت پیل کړی دی. رامافوسا خبریالانو ته وویل، "دا جګړه باید هواره شي او د خبرو اترو له لارې سوله وشي."

زیلینسکي د افریقایي پلاوي سره یو ځایې خبري غونډې ته وویل، د افریقايي هیوادونو مشرانو ته یې بلنه ورکړې چې د سولې په نړیواله غونډه کې دې برخه واخلي، خو هغه بیا ټینګار وکړ چې اوس له روسیې سره هر ډول خبرې به د ماسکو په ګټه وي.

زېلېنسکي وویل، ''موږ رښتینې سولې ته اړتیا لرو، او له خپلې ټولې خپلواکې خاورې څخه د روسیې د ځواکونو وتل غواړو.''

تر جنوبي افریقا وړاندې چین هم د خبرو له لارې د اوکراین جګړې پر ختمولو ټینګار کړی وو.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين بريد وکړ او تر هغې راوروسته د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG