د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له اوکراین سره  ۲۰۵ میلیونه ډالره  اضافي بشري مرسته اعلان کړه


بلېنکن هغه اضافي مرستې د اوکراین د ولس سره مهم ملاتړ وباله ـ پخوانی انځور.
بلېنکن هغه اضافي مرستې د اوکراین د ولس سره مهم ملاتړ وباله ـ پخوانی انځور.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن ویلي چې هیواد یې له اوکراین سره ۲۰۵ میلیونه ډالره اضافي بشري مرسته کوي.

د جون پر ۱۶مه بلېنکن په یوه بیان کې وویل چې د هغې مرستې سره به د اوکراین د ولس مهم ملاتړ وشي او ''هغوی ته به د خوراک، صفا اوبو، امنیت، تعلیم، قانوني مرستې، صحت او د سرپناه په برخه کې اسانتیاوې ترلاسه شي''

هغه وویل، دا پیسې به د هغو کورنیو سره د خپلو غړیو سره په رابطه ساتلو کې هم مرسته وکړي چې غړي یې بیل شوي او یا بې ځایه شوي دي.

د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر یرغل راهیسې تر ۶ میلیونه زیات خلک له اوکراینه وتلي او تر ۵ میلیونه زیات په هیواد کې دننه کډوال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG