د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرک کې د بجلۍ ټکان خوړولو پېښې ۳ کارکوونکي ژوبل کړي دي


پولیس وايي، پېښه د جون پر ۱۳مه د کرک په لتمبر کې شوې ده.
پولیس وايي، پېښه د جون پر ۱۳مه د کرک په لتمبر کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په کرک کې د اوبو او برېښنا ادارې (واپډا) درې کارکوونکي د بجلۍ ټکان خوړلو له کبله ژوبل شوي دي.

ځايي پولیسو په بیان کې ویلي دي چې درېواړه کارکوونکو په لتمبر سیمه کې د ۱۱،۰۰۰ واټه برېښنا لېږدوونکي تار مرمت کاوه پر مهال یې د یو بل مزي (لاین) برېښنا ونیول.

د پولیسو په وینا، درېواړه کارکوونکي "سخت سوځېدلي" او د پېښور کمپلېکس روغتون ته انتقال شوي دي.

دوی زیاتوي چې د ژوبلو کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

په پاکستان کې د برېښنا تارونو او نظام ترمیموونکي اکثر کافي وسایل نه لري چې د کار پر مهال ځانونه خوندي کړای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG