د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ د ۲۰۲۴ز کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې د ګډون اعلان وکړ


ډونالډ ټرمپ له ۲۰۱۶ز څخه بيا تر ۲۰۲۰ز کال پورې د امريکا ولسمشر وو ــ انځور له ارشيفه
ډونالډ ټرمپ له ۲۰۱۶ز څخه بيا تر ۲۰۲۰ز کال پورې د امريکا ولسمشر وو ــ انځور له ارشيفه

د امريکا پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په رسمي ډول اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ز کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې به د نوماند په حيث ګډون کوي.

نوموړي د نومبر پر ۱۵مه ناوخته د فلورېډا ايالت په پام بیچ کې خپلو ملاتړیو ته وویل چې "د امریکا راستنېدل همدا اوس پیلېږي."

ټرمپ دا اعلان تر هغې یوه اوونۍ وروسته وکړ چې د امريکايي کانګرېس په منځمهاله انتخاباتو کې د رېپبليکن ګوند لاسته راوړنې له توقع څخه کمې وې او ډېر هغه کاندیدان چې ټرمپ تایید کړي ول، ناکام شول.

د نومبر پر اتمه په منځمهاله انتخاباتو کې د امريکا د استازو جرګې پر ټولو ۴۳۵ څوکیو او د سېنېټ په ۱۰۰ کې پر ۳۵ څوکيو انتخابات وشول.

ټرمپ دا څرګندونې تر هغې څو ساعته وروسته وکړې چې په استازو جرګه کې د رېپپليکن ګوند د برياليو نوماندانو شمېر ۲۱۲ ته ورسېد.

ډانلډ ټرمپ په ۲۰۱۶ز کال کې د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې او لومړۍ مېرمنې هېلري کلېنټن ته په ماتې ورکولو د هغه هېواد د ولسمشرۍ انتخابات وګټل، خو د ۲۰۲۰ز کال په ولسمشريزو انتخاباتو کې بيا د ډېموکراټ ګوند نوماند جو بايډن نوموړي ته ماتې ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG