د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې مېلينونه ماشومان مزدورۍ کوي


په پېښور کې يو ماشوم د لاس په ګاډۍ کې شيان پلوري ــ پخوانی انځور
په پېښور کې يو ماشوم د لاس په ګاډۍ کې شيان پلوري ــ پخوانی انځور

د پاکستان او ملګرو ملتونو چارواکي وايي چې په پاکستان کې ۱۲ نيم ميليونه ماشومان او په افغانستان کې په هرو پينځوو ماشومانو کې يو، مزدوري کوي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو ملي کمېشن مشرې، عایشه رضا فاروق د جون پر ۱۲مه، پر ټويټر خپاره کړي ويډيو بیان کې د مزدورانو ماشومانو د شمېرو د ورکولو تر څنګ ويلي چې په پاکستان کې ۲۵ ميليونه ماشومان ښوونځيوو ته نه ځي.

د هغې په خبره د ماشومانو مزدوري کول پر نړيوال کچ غيرقانوني کار دی چې حکومت یې د ختمولو کوښښ‌کوي. نوموړي زياته کړې چې حکومت ته یې وړاندیز کړی چې په قوانينو کې په بدلون کولو سره دې د ماشومانو مزدوري "غلامي" اعلان کړي چې مخنیوی یې اسانه شي.

په نړۍ کې هر کال د جون ۱۲مه، د ماشومانو مزدورۍ ضد ورځې په توګه لمانځل کېږي. په دغه مناسبت، د ملګرو ملتونو د ماشومانو لپاره کارکوونکې ادارې (يونېسیف) ويلي چې په افغانستان کې په هرو پينځو ماشومانو کې يو بېلابېلې مزدورۍ کوي.

دې ادارې زیاته کړې چې په هغه هېواد کې مېندو او پلرونو ته د بېلابېلو مسلکونو زدکړې برابروي. د يونېسیف په خبره په دې کار سره به هغوی په خپلو ماشومانو د کار کولو پر ځای پخپله پیسې وګټلی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG