د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي هېوادونه باید د ماشومانو د کار مخنیوي لپاره اقدامات وکړي


په پېښور کې یو ماشوم په لاسګاډۍ کې سامان انتقالوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې یو ماشوم په لاسګاډۍ کې سامان انتقالوي - پخوانی انځور.

د جون پر ۱۲مه په داسې حال کې په ماشومانو د کار پرضد نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې په پاکستان او افغانستان کې لکونه ماشومان سختې مزدورۍ ته اړ دي او له اساسي حقونو او زده کړو بې برخې دي.

د دې ورځې لمانځلو موخه په ماشومانو د کار کولو د ناوړه اثراتو په اړه اګهي خپرول او د دې مخه نیول دي. د دې ورځې په مناسبت د پاکستان او افغانستان په ګډون د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې غونډې شوې دي.

پاکستان او افغانستان هغه هېوادونه دي چې د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب او په هغوی د کار کولو پرضد یې نړیوالې موافقې لاسلیک کړې دي. د دواړو هېوادونو حکومتونو د ماشومانو د حقونو د خوندیتوب قوانین هم جوړ کړي دي خو پر دې سربېره هلته لکونه ماشومان مزدوري کوي. ګڼې کورنۍ هم د بېوزلۍ له کبله خپل بچي مزدوري ته استوي.

په جېنیوا کې د ملګرو ملتونو دفتر په وروستیو کې په یوه بیان کې ویلي چې په ماشومانو کار کول د هغوی د بدن او ذهن ودې ته زیان رسوي نو حکومتونه باید د ماشومانو د کار مخنیوی وکړي.

د ماشومانو د حقونو نړیوال سازمان (سېف دي چېلډرن) له ارقامو سره سم، یوازې تېر کال په افغانستان کې یو مېلیون ماشومان په کار بوخت ول.

په پاکستان کې په مزدورۍ د اخته ماشومانو کره شمېر معلوم نه دی خو د بېلابېلو ادارو له اټکل سره سم، هلته شاوخوا ۱۰ مېلیونه ماشومان کار کوي.

ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ز کال د جون ۱۲مې په مناسبت پر هېوادونو غږ کړی دی چې د ټولنیز عدل د اهدافو ترلاسه کولو په لړ کې دې په ماشومانو د کار پرضد پرېکنده اقدامات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG