د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوډان کې تر اوربند وروسته بیا نښتې پیل شوې دي


په خرطوم کې د ودانیو شا ته تر جګړې وروسته له یو ځایه لوګی خېژي - د جون نهمې انځور.
په خرطوم کې د ودانیو شا ته تر جګړې وروسته له یو ځایه لوګی خېژي - د جون نهمې انځور.

په سوډان کې تر ۲۴ ساعته اوربند وروسته يو ځل بیا نښتې پيل شوې دي.

فرانس پرېس اژانس ليکلي چې د جون پر ۱۱مه په پلازمېنې خرطوم کې درنې چاودنې شوي دي.

اژانس ليکلي چې هغه اوربند ولسي وګړو ته موقع ورکړې وه چې خوندي ځایونو ته کډه شي.

په هغه هېواد کې د جون د ۱۰مې له سهاره ۲۴ ساعته اوربند پیل شوی وو چې د اژانس په وینا، د یکشنبې (اتوار) پر سهار د ځايي وخت پر شپږو بجو تر ختمېدو شاوخوا ۱۰ منټه وروسته نښتې پیل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۱۵مه د سوډان د پلازمېنې خرطوم په ګډون د هېواد په یوشمېر برخو کې د پوځ او نیمه پوځي ملېشې ترمینځ نښتې پیل شوې.

هغه نښتې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د چټک ملاتړ ځواک (ریپېډ سپورټ فورس) په نوم د نیمه پوځي ملېشې مشر محمد حمدان دقلو د پلویانو ترمینځ روانې دي.

فرانس پريس خبري اژانس ليکلي چې د جګړې له امله تر اوسه لږترلږه ۱،۸۰۰ تنه وژل شوي او نېږدې ۵۰۰،۰۰۰ کسان بې کوره شوي دي.

ملګرو ملتونو پر دواړو غاړو غږ کړی چې نه ماتېدونکی اوربند دې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG