د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکیه کې د بارودو په کارخانه کې چاودنې ۵ کسان وژلي


چاودنه د راکټ او چاودیدونکیو توکیو په کارخانه کې شوې ده ـ پخوانی انځور.
چاودنه د راکټ او چاودیدونکیو توکیو په کارخانه کې شوې ده ـ پخوانی انځور.

د ترکیې د انقرې ښار د بارودو په یوه کارخانه کې بمي چاودنې پنځه کسان وژلي دي.

د ترکیې د دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې پېښه نن (د جون پر ۱۰مه) شوې ده.

چاودنه له انقرې نه ۴۰ کیلومیټره لېرې د اېم کی اي (MKE) راکټ او چاودیدونکیو توکیو په کارخانه کې شوې ده. د انقرې ګورنر وا صف سهین خبریالانو ته وویل چې د کارخانې نور کارکوونکي نه دي ګېر، نه هم څوک په هسپتال کې د علاج لپاره داخل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG