د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امازون ځنګل کې له لوېدلې الوتکې ۴ ماشومان، ۴۰ ورځې وروسته ژوندي موندل شوي


د ماشومانو تر موندنې وروسته د امازون په ځنګلونو کې د پلټنو کار پای ته رسول شوی ـ پخوانی انځور.
د ماشومانو تر موندنې وروسته د امازون په ځنګلونو کې د پلټنو کار پای ته رسول شوی ـ پخوانی انځور.

د امازون په ځنګلونو کې د یوې الوتکې تر غورځېدو ۴۰ ورځې وروسته څلور ماشومان ژوندي موندل شوي دي.

ماشومان د کولمبیا سرتېرو ژغورلي دي. دوی د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ژوندي پاتې کسان دي. په هغه پېښه کې درې کسان وژل شوي ول.

د ماشومانو د ژغورنې اعلان د جون پر نهمه وشو او هغو باراني ځنګلونو کې د ماشومانو تر موندنې وروسته د پلټنو کار په خوشالۍ پای ته ورسید.

هغو ماشومانو ټولې ورځې په ځنګل کې تېرې کړې دي.

پېښه د کولمبیا خلکو له نږدې تعقیبوله او په اړه یې هیلې د ورځو په تېرېدو سره په کمېدو وې.

ولسمشر ګوستاو پیترو وویل، تمه لري چې نن (د جون پر ۱۰مه) له هغو ماشومانو سره خبرې وکړي.

چارواکو وویل چې ماشومان د معاینې لپاره د بوګوټا روغتون ته وړل شوي دي.

د امازون ځنګلونه په جنوبي امریکا کې دي او د برازیل، پیرو، کولمبیا او وینزویلا په ګډون نهو هیوادونو کې خواره دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG