د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد های کورټ عمران خان ته د قتل په مقدمه کې ضمانت ورکړی دی


عمران خان اسلام اباد ته د حاضرېدو پر مهال - د مې ۱۲مې انځور.
عمران خان اسلام اباد ته د حاضرېدو پر مهال - د مې ۱۲مې انځور.

اسلام اباد های کورټ د قتل په مقدمه کې د تحریک انصاف مشر عمران خان ته د ۱۴ ورځو ضمانت ورکړی دی.

د نوموړي وکیل ګوهر خان د جون پر اتمه رویټرز اژانس ته وویل چې پخوانی وزیراعظم په یوشمېر نورو مقدمو کې هم په ضمانت ازاد دی.

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

عمران خان د جون پر اتمه د ضمانتونو ترلاسه کولو لپاره له لاهوره اسلام اباد ته ورغلی وو. نوموړي تر دې یوه ورځ مخکې خپلو پلویانو ته په ویډیويي وینا کې وویل چې ورباندې د قتل په ګډون شپږ نورې مقدمې دایرې شوې دي.

خان ټولې مقدمې سیاسي بولي خو حکومت وايي چې پولیسو د ثبوتونو پر اساس رپورټونه درج کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله د مې په پای کې وویل، د تحریک انصاف پر مشر عمران خان هم په پوځي عدالت کې مقدمه چلوي.

حکومت وايي چې د نوموړي پلویان پر حکومتي او پوځي ودانیو په حملو کې ککړ ول خو خان دا تور ردوي او زیاتوي چې سپریم کورټ دې د مې نهمې او ۱۰مې د پېښو پلټنې وکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن، د بښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنېشنل) او د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) پر اسلام اباد ټینګار کړی دی چې پر ملکیانو دې په پوځي عدالتونو کې مقدمې نه چلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG