د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراینی وزیر: د کییف تر نیمايي زیات بمي پناه ځایونه تړلي یا د کارونې وړ نه دي


یوشمېر کسان په کییف کې د ځمکلاندې اورګاډي له تمځي څخه په جوړ پناه ځای کې ناست دي.
یوشمېر کسان په کییف کې د ځمکلاندې اورګاډي له تمځي څخه په جوړ پناه ځای کې ناست دي.

یو لوړپوړي اوکرایني چارواکي ویلي دي چې "هېڅ باور یې نه کېږي" چې د پلازمېنې کییف د بمي پناه ځایونو پلټنې ښوولې چې تر نیمايي زیات یې یا خو تړل شوي او یا هم د استعمال جوګه نه ول.

ولسمشر زېلېنسکي د جون پر دویمه تر هغې وروسته په هېواد کې له بریدونو څخه د خوندیتوب د پناه ځایونو د جاج اخیستو امر وکړ چې تر دې یوه ورځ مخکې پر کییف د روسیې د هوايي حملې پر مهال درې اوکراینیان یو پناه ځای ته په رسېدو و نه توانېدل او ووژل شول.

د اوکراین د ستراتیژیکي صنعتونو چارو وزیر اولېکساندر کمېشین د جون پر څلورمه وویل چې پر لومړۍ ورځ یې چې ولیدل نو له ټولو ۱،۰۷۸ پناه ځایونو څخه ۳۵۹ تیار نه ول، ۱۲۲ تړلي ول او ۵۹۷ د استعمال وړ نه ول.

نوموړي پر ټېلېګرام لیکلي دي چې "هېڅ باور یې نه راځي نیم پناه ځایونه خلاص ول او کارونې ته تیار بلل کېدل." کمېشین زیاته کړه چې د پناه ځایونو د جاج اخیستو بهیر به دوام ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG